پرون د اسرايیل په عمده ښارونو کې یو وار بیا په زرګونو کسان په اعتراض لارو سړکونو ته راووتل چې پر خپل حکومت فشار زیات کړي، ترڅو په غزې د پاتې یرغمل شویو د خلاصون لپاره زمینه برابره کړي.
حماس ډلې چې د امریکا متحدهایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرايیل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور یرغمل کړل.
ویل کېږي لهدې شمېر ۹۷ به لا هم د حماس په بند کې وي.
د اسرايیل پوځ ویلي، په دغه شمېر کې به ۳۳ کسان مړه وي.
په اسرايیل کې هره اوونۍ پر حکومت د فشار راوستلو لپاره مظاهرې کېږي او برخهوال یې د داسې موافقې غوښتونکي دي، چې په مرسته یې پاتې یرغمل شوي کسان خوشې شي.