د جاپان یوې محکمې دغه هېواد کې نوې زېږیدلې افغان ماشومې ته د جاپان تابعیت ورکړ

د جاپان بيرغ

د جاپان کیوډو خبري اژانس د شنبې په ورځ په خپل راپور کې ویلي، د دې نوې زېږیدلې افغان ماشومې مور او پلار په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان څخه جاپان ته کډه شوي وو.

دا لومړی ځل دی چې د جاپان محکمه یوه افغان ماشوم ته د جاپاني تابعیت د ورکولو حکم کوي، چې یوه بې‌سارې پرېکړه ګڼل کېږي.

د جاپان د قانون له‌مخې د کډوالو ماشومانو ته هغه وخت تابعیت ورکول کېږي، چې یا هلته زېږيدلي وي یا یې مېندې او پلرونه له داسې ځایه ورکډه شوي چې د دولت قانوني حیثیت یې نامعلوم وي.

د کیودو اژانس د راپور په اساس په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو په بیا واکمنېدو جاپان یوازې ۹ تنو افغانانو ته د کډوالۍ ویزې ورکړي، خو اوس کرار کرار دا شمېر لوړ شوی او تر ۲۰۲۳ کاله ۲۳۷ ته ورسېد.