روسيې پر اوکراين د اټومي وسلو د بريد ګواښ کړی

د روسیې پخوانی ولسمشر او د امنيت شورا مرستيال دیمیتري مېدوېدیف

روسي چارواکو اوکراین ته ګواښ کړی، چې که د لوېدیځ په وسلو په روسیه کې دننه حملې وکړي نو په نتیجه کې یې مسکو ښايي پر اوکراین د اټومي وسلو برید وکړي.

د روسیې پخواني ولسمشر دیمیتري مېدوېدیف چې اوس د امنیت شورا مرستیال دی، نن (د وږي ۲۴مه) خبرداری ورکړ چې که پر کییف، د لوېدیځ په وسلو په روسیه کې د حملو بندیز ازاد شي، نو اوکراین به د نړۍ په نقشه کې د یوه ویلي شوي خړ ټکي بڼه غوره کړي.

کییف بیا بیا غوښتنه کړې چې، باید د روسیې په قلمرو کې د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو په ذریعه د برید اجازه ورکړل شي، څو د روسیې د یرغل پر وړاندې خپله دفاع وکړای شي.