د بیان د ازادۍ کور وايي، د افغانستان د خصوصي ټلوېزیون افغانستان انټرنشنل د خپرونو د ګډوډولو لپاره د طالبانو لهخوا د پرازیتونو د خپرېدو په اړه اندېښنه لري.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر رسنیو هر ډول فشار د افغانستان د قوانینو خلاف کار دی.
په اعلامیه کې د طالبانو پر حکومت غږ شوی چې د رسنیو د محرمیت او د اطلاعاتو د حق قانون، د رسنیو له قانون او نړیوالو میثاقونو سره سم د افغانانو د بیان ازادۍ حق ته درناوی وکړي.
د افغانستان انټرنیشنل اجرایه مدیر هارون نجفيزاده طالبان د پرازیتونو په خپراوي تورن کړل او ویې ویل، د طالبانو دا کړنه د افغانانو د غږ د خاموشه کولو هڅه ده.
طالبانو په رسمي ډول پهدې اړه څه نهدي ویلي.
خو مخکې یې ویلي وو، له رسنیو تمه لري چې د افغانستان له کلتوري او دیني ارزښتونو سره سمې خپرونې وکړي.
د رسنیو او د خبریالانو د حقونو د سازمانونو په وینا، د بیان ازادي او معلوماتو ته لاسرسی تر هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، سخت محدود شوی دی.