د بلوچستان په کچلاک سيمه کې چاودنې دوه پوليس وژلي او يو يې ټپي کړی

پاکستان کې د چاودنې يو انځور

د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې په کچلاک سيمه کې چاودنې دوه پوليس وژلي او يو يې ژوبل کړی دی.

د کچلاک تاڼې د پوليسو چارواکو د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل، د پوليسو موټر ته نږدې د سړک غاړې بم چاودنه کې د يوه افسر په ګډون دوه پوليس وژل شوي دي.

دا پېښه نن هغه وخت وشوه چې پوليس په سيمه کې په ګزمه بوخت وو.

پرون هم د بلوچستان ایالت په کلات ولسوالۍ کې د امنيتي سرتېرو پر ګاډي سړک غاړې بم چاودنه کې اته سرتېري ژوبل شوي وو.

د دغو دوو پېښو مسوولیت چا نه‌دی منلی، خو په بلوچستان کې د بلوڅانو د ازادۍ غوښتونکې وسله‌واله ډله زیات وخت د دغسې پېښو مسوولیت پر غاړه اخلي.