ايران د ځمکې مدار ته د يو اکتشافي سټلايټ د لېږلو خبر ورکړی

د چمران-۱ په نوم سټلایت انځور

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا نن راپور ورکړی، چې دغه هېواد یو اکتشافي سټلایټ چې د ایران سپاه پاسداران فضايي څانګې جوړ کړی، د ځمکې مدار ته ولېږه.

راپور وايي، د چمران-۱ په نوم دغه سټلایت چې ۶۰ کیلوګرامه وزن لري، په بریا سره د ځمکې د مدار ۵۵۰ کیلومترۍ ته ورسېد.

ایران په جنورۍ میاشت کې اعلان کړی و، چې درې سټلایټونه یې د یوه توغندي په مرسته فضا ته توغولي دي.

تر دې مخکې د امریکا متحده‌ایالتونو ویلي وو، چې د ایران له‌خوا د سټلایټونو توغول د ملګروملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیک سرغړونه بللې وه او له تهران یې غوښتي وو، داسې فعالیت دې نه‌کوي، چې د اټومي وسلو د انتقال وړ بالستیک توغندي په‌کې شامل وي.

د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام په تړاو د ملګروملتونو بندیزونه په تېره اکتوبر میاشت کې پای ته ورسېدل.