ايران کې د اعتراض په ډول پر سړکونو له حجاب پرته د نجونو ګرځېدل ډېر شوي

ارشيف

په ایران کې د مهسا امیني د مړینې د دویم کال پوره کېدو په مناسبت د اعتراض په ډول د ایران د بېلابېلو ښارونو پر سړکونو له حجاب پرته د ښځو ګرځېدل راګرځېدل زیات شوي دي.

۲۲ کلنه مهسا امیني په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور د ګشت ارشاد پولیسو له‌خوا نیول شوې وه، چې د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر پر ۱۶مه یې په روغتون کې ساه ورکړه.

تر دغې پېښې وروسته په ټول ایران کې پراخ لاریونونه وشول، چې څه باندې ۵۰۰ کسان یې په نتیجه کې ووژل شول او تر ۲۲زرو زیات نور ونیول شول.

اوس د مهسا د مړینې د دوو کلونو پوره کېدو په درشل کې د ایران پر سړکونو له حجاب پرته د ښځو ګرځېدل داسې وخت زیات شوي، چې په ایران کې هوا توده ده او د برېښنا پرچاوي هم زیاته شوې ده.

پر ټولنیزو شبکو تر ډېره تر لمر لوېدو وروسته ښځې او نجونې ښکاري چې اوږده وېښته یې پر اوږو پراته دي او له حجاب پرته قدم وهي.

د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان ژمنه کړې چې د ګشت ارشاد پولیسو له‌خوا به د ښځو ځورول ودروي، خو د ایران ۸۵ کلن رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي چې وروستۍ پرېکړه د ده له‌خوا کېږي، ویلي بې‌حجابي هم په مذهبي او هم په سیاسي لحاظ منع ده.