تېرو ۲۴ساعتونو کې له پاکستان او ايران افغانستان ته له ۳۰۰ډېرې کورنۍ ستنې شوي دي

يوشمېر افغان کډوال

له پاکستان او ایران څخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان ته د ۳۵۵ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.

باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی، چې پرون د تورخم له لارې "۲۹ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۳۱، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۷۵ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۲۲۰ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي."

په خبر کې نه‌دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه، که په جبري ډول افغانستان ته ستنې شوې دي.

وړاندې په خبر کې ویل شوي، چې ۱۷ کورنۍ خپلو اصلي سيمو ته لېږدول شوي او پر سلګونو کورنيو مرستې وېشل شوې دي.

له پاکستانه د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې‌اسناده افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج روان دی، ورسره ایران هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.