رينا اميري: پر هزاره وګړو بريد د ويجاړونکي تاوتريخوالي يوه بېلګه ده

رينا اميري

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، په افغانستان کې پر هزاره‌ګانو وروستۍ حمله یوازینۍ حمله نه‌ده، بلکې هغه د دوی په وړاندې د ویجاړونکي تاوتریخوالي یوه بېلګه ده.

مېرمن امیري بېګا پر خپله ایکس‌پاڼه په دایکنډي کې پر هزاره وګړو د وړمې ورځې د برید چې مسوولیت د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې اخیستی، له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

نوموړې لیکلي، دا هم له هغو افغانانو سره یوځای کېږي چې د هزاره‌ګانو وضعیت ته د لازیاتې پاملرنې او ساتنې او د حساب ورکولو غوښتنه کوي.

تر دې مخکې دا برید د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر، په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما او د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې راپور ورکونکي په ګډون یوشمېر لوريو غندلی او له عاملانو سره یې د حساب کتاب غوښتنه کړې ده.