ناټو په تور سمندرګي کې د اوکراين پر يوې کښتۍ د روسيې بريد غندلی

ارشيف

په تور سمندرګي کې د اوکراین د غَلو دانو پر یوه ملکي کښتۍ د روسیې حملې د ناټو غبرګون پارولی دی.

د ناټو ویاندې فرح دخل الله له‌دې پېښې یوه ورځ وروسته پرون (د وږي ۲۳مه) په‌دې اړه غبرګون وښود او برید یې وغانده.

مېرمن دخل الله د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د خبرو پرمهال وویل، دا حملې هيڅ راز توجیه نه‌لري او یوازې په جګړه کې د روسیې بې پروايي ښيي.

په عین حال کې د ناټو غړې رومانیا په تور سمندرګي کې د کښتیو د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

رومانیايي چارواکو پرون وویل، دا کښتۍ د رومانیا په اوبو کې روانه وه، چې د شپې په یوولسو بجو د روسیې په برید کې په نښه شوه.

د رومانیا ساحلي ګارډ په یوه بیان کې وویل، ياده کښتۍ د اوکراین له چیرنومورسک ښار څخه استانبول ته غلې دانې لېږدولې.