د جنوبي افريقا د کرکټ لوبډلمشر افغانستان کې د توپيري چلند د پای ته رسېدو غوښتنه کړې

د افغانستان او جنوبي افريقا د کرکټ د ملي لوبډلو لوبډلمشران

د جنوبي افریقا د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان له افغان لوبډلې سره د سیالۍ په درشل کې خپل غږ د دې هېواد د کرکټ د لوبغاړو له انجمن سره غبرګ کړ او د افغانستان له ورزشکارو ښځو او نجونو سره د توپیری چلند د پای ته رسېدو غوښتنه یې وکړه.

ټېمبا باووما Temba Bavuma پرون (د وږي ۲۳مه) متحده عربي اماراتو ته چې له افغانستان سره لوبې په‌کې پلان شوې دي، له روانېدو مخکې وویل، د ده خپل هېواد جنوبي افریقا چې دېرش کاله مخکې توکمیز تبعیض په‌کې پای ته ورسېد، د بشري حقونو د سرغړونو له پلوه خورا ډېر کړاو ګاللی او دی غواړي چې د افغان ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وشي.

په پام کې ده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د وږي په ۲۸مه په متحده عربي اماراتو کې د جنوبي افریقا د لوبډلې کوربه وي.

په‌دې لوبلړۍ کې به دواړه لوبډلې د پنځو ورځو په ترڅ کې درې یوورځنۍ لوبې وکړي.