بېلابېلو لوريو دايکندي کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو د عاملينو د نيولو غوښتنه کړې

د دايکندي په پېښه کې د قربانيانو جسدونه

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په دایکنډي کې د خونړۍ حملې د عاملانو د نیول کېدو غوښتنه کړې.

یوناما پرون پر ایکس شبکې په یو بیان کې د دې پېښې له قربانیانو او د هغو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن دیکر هم دا پېښه غندلې ده.

مېرمن دیکر پر خپله ایکس‌پاڼه په یو بیان کې د یوناما د هغې غوښتنې ملاتړ کړی چې وايي، د دې حملې له عاملانو سره باید حساب کتاب وشي.

په عین حال کې په ژنیو کې د افغانستان دایمي استازولۍ چې د پرځېدلي جمهوري نظام استازي یې اداره کوي، پر خپله ایکس‌پاڼه د دایکنډې په پېښه کې د بې‌ګناه کسانو پر مرګ‌ژوبله خپګان ښودلی دی.

له بلې خوا د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویلي، د دایکنډي د پېښې قربانیان هغه کسان دي چې له کربلا څخه د راستنو شویو زایرانو هرکلي ته ولاړ وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي دي چې، تهران د دې جنایت عاملانو ته د سمدستي سزا ورکولو غوښتنه کوي.

له‌دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ او یوشمېر افغان سیاستوالو هم دا برید غندلی وو او عاملانو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې وه.

د راپورونو له‌مخې د پنج‌شنبې ورځې په ماښام په دایکنډي ولایت کې وسله‌والو کسانو ۱۴ کسان په ډزو ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل.

د دې برید پړه د داعش ډلې خراسان څانګې ومنله.