شمالي کوريا په لومړي ځل د يوارنيمو د غني کولو تاسيساتو انځورونه خپاره کړل

د شمالي کوريا مشر د يوارنيمو د غني کولو له تاسيساتو د ليدنې پر مهال

شمالي کوریا نن جمعه د لومړي ځل لپاره د یورانیمو د غني کولو د تاسیساتو تصویرونه خپاره کړل، چې ښیي د دې هېواد مشر کیم جونګ اون له دغو تاسیساتو کتنه کوي.

نوموړی له دغو تاسيساتو د کتنې پر مهال وايي، د خپلو اټومي وسلو د زېرمو د بډاینې لپاره به په‌کې نور سانتریفیوژونه نصب شي.

شمالي کوریا چې لومړۍ اټومي ازموینه یې په ۲۰۰۶م کال کې ترسره کړه او د وسلو پر پروګرام یې ملګروملتونو بندیزونه لګولي، تر اوسه پورې یې هیڅکله هم د یورانیمو د غني کولو تاسیسات په جزیاتو نه وو ښکاره کړي.

شمالي کوریا له اوږدې مودې راهیسې د ملګروملتونو له بندیزونو سرغړونو ته دوام ورکوي او یو لامل یې دا دی، چې روسیه او چین چې دواړه د امنیت شورا دایمي غړي دي، د پیوینګ یانګ ملاتړ کوي.

جنوبي کوریا د یورانیمو د غني کولو د تاسیساتو په خاطر پر شمالي کوریا انتقاد کړی او ویلي یې دي، دا هېواد هڅه کوي د تاکتیکي اټومي وسلو لپاره د موادو تولید زیات کړي، چې هغه د ملګروملتونو د امنیت شورا له بندیزونو سره په ټکرکې دي.