مجاهد: شمالي ولايتونو ته د ملا هبت‌الله اخندزاده سفر پای ته ورسېد

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان شمالي ولایتونو ته د خپل مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د سفر د پای ته رسېدو خبر ورکوي.

په هغې اعلامیه کې چې ښاغلي مجاهد نن جمعه په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې خپره کړې، ویل شوي چې د دوی مشر په دغه ۱۴ ورځني سفر کې چې د روانې وږي یا سنبلې میاشتې په اوومه نېټه یې پیل کړی و، د لوېدیځ، شمال، شمال ختیځو او شمال لوېدیځو یوولسو ولایتونو هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو څخه په لیدنو کتنو کې له مسوولو چارواکو، علماو او سپین ږیرو سره لیدنې کتنې ترسره کړې.

هغه ويلي، مشر يې په دغو ليدنو کې خلک د شرعي قوانینو عملي کولو ته راوبلل.

د طالبانو مشر چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې هیڅکله هم په عام محضر کې نه‌دی لیدل شوی، د شرعي قوانینو پر پلي کېدو ټینګار داسې مهال کوي چې د بشري حقونو مدافعې ډلې په‌دې برخه کې د نوموړي فرمانونه او احکام د ښځو په وړاندې ډېر سخت بولي.

د دوی په خبره په دغو فرمانونو او احکامو کې تر ډېره د ښځو اساسي حقوق تر پښو لاندې شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو په‌دې څه باندې درې کلنه واکمنۍ کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو راګرځول شوي او ښځې د ټولنې په نورو برخو کې له فعال ګډون څخه د بې‌برخې کېدو ترڅنګ په يوشمېر نادولتي مؤسسو او ډېرو دولتي ادارو کې له کارکولو منعه شوې دي.