طالبانو سره د خبرو لپاره د پاکستان دفاع وزير د علي امين ګنډاپور وړانديز رد کړ

د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف

د پاکستان دفاع وزیر د طالبانو له حکومت سره د خبرو په اړه د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر له وړاندیز سره مخالفت وکړ.

خواجه اصف د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې یو ایالت له کوم هېواد سره مخامخ خبرې نه‌شي کولی.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر د چهارشنبې په ورځ (د سپټمبر په یوولسمه) ویلي و، له افغانستان سره خبرې کوي او د طالبانو حکومت ته پلاوی لېږي او د دې کار هدف یې دا دی چې خپل ایالت وژغوري.

ظاهراً د نوموړي اشاره د ټي‌ټي‌پي د بریدونو مخنیوي ته وه، چې پاکستان وايي دا ډله د افغان طالبانو له ملاتړه برخمنه ده.