ايران د پاکستان په پوله د خپلو درې پوله‌ساتو د وژل کېدو خبر ورکړی

پاکستان سره په پوله د ايران سرحدي ځواکونه

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت چارواکي وايي، چې د پاکستان په پوله کې یې درې پوله‌ساتي وژل شوي دي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له‌مخې، د سیستان او بلوچستان ولایت څارنوال مهدي شمس ابادي وویل، پرون (پنج‌شنبې) مازدیګر وسله‌والو کسانو په‌داسي حال کې پر ایراني پوله‌ساتو ډزې وکړې، چې د هغوی د سپرلۍ موټر د تېلو په یوه ټانک کې ولاړ و.

د دې برید، چې د ایران او پاکستان پولې ته څېرمه په میرجاوه کې وشو، مسوولیت جېش العدل ډلې په غاړه اخیستی دی.

جېش العدل ډلې په ځلونو پر ایراني ځواکونو بریدونه کړي دي.