په پولنډ کې چارواکي په راروانو ورځو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو په وړاندې د مقابلې لپاره ځانونه چمتو کوي.
په ګاونډي هېواد چک جمهوریت کې هم چارواکو د خرابې هوا په وړاندې د مقابلې لپاره چمتووالی پیل کړی دی.
د پولنډ د هواپېژندنې انستیتیوت د معلوماتو لهمخې د سختو ورښتونو د اټکل لهمخې، په درېیو ایالتونو کې درېیمه درجه خبرداری خپور شوی دی.
په پلازمېنه وارسا کې د دغه ښار ښاروال یڅریک سوتریک د بحران له ډلې سره غونډه وکړه، ځکه په اودیر سیند کې ښايي د اوبو اندازه د سېلابونو تر اندازې لوړه شي.
دوه هغه جشنونه هم ځنډول شوي، چې د اوونۍ د پای لپاره پلان شوي وو.
د چک جمهوریت د هواپېژندنې ادارې د اټکل لهمخې په دغه هېواد کې هم پرون پنجشنبه په راروانو ورځو کې د سختو ورښتونو او احتمالي سېلابونو لپاره چمتووالی پیل شو.