د سويډن حکومت په خپله خوښه وتونکو پناه غوښتونکو ته ۳۴زره امريکايي ډالر ورکوي

د سويډن بيرغ

د سویډن حکومت پرون اعلان وکړ، هغو پناه غوښتونکو ته به څه باندې ۳۴زره امریکايي ډالره ورکول کېږي، چې له دغه هېواده په خپله خوښه وځي.

د دغه هېواد ښي اړخي حکومت ویلي، دا هغه پناه غوښتونکي دي، چې د جګړو او مجازاتو له ډاره یې سویډن ته پناه وړې ده.

سویډن ته له لسیزو راهیسې د بشرپالنې د زبرځواک په سترګه کتل کېدل، خو په وروستیو کې په ټولنه کې د نویو ورغلو پناه غوښتونکو په ادغام کې له ستونزو سره مخامخ دی.

د سویډن حکومت، چې د کډوالو ضد ډیموکراتان یې ملاتړ کوي، پرون ویلي هغه پناه غوښتونکي چې له ۲۰۲۶م کال څخه په خپله خوښه خپلو اصلي هېوادونو ته ځي، څه باندې درې نیم لکه سویډني کرونه چې ۳۴زره امریکايي ډالره کېږي، ورکول کېږي.

د دغه هېواد د کډوالۍ وزیر یوهان فورشل (Johan Forssell) ویلي، موږ د کډوالۍ په سیاستونو کې د بدلون په حال کې یو.