امين ګنډاپور: د پښتونخوا په استازيتوب د طالبانو له حکومت سره خبرې کوم

د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر امین ګنډاپور

د پاکستان د پښتونخوا وزیر اعلی، علي امین ګنډاپور وایي، هغه به د خپل ایالت د وزیر اعلی په توګه د افغانستان سره خبره کوي او هلته به پلاوی لېږي، ترڅو په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره له نږدي کېني او د دواړو خواوو ستونزي به هواروي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ پېښور کې یوي غونډي ته په وینا کې د پاکستان پوځ ته په اشاره وویل: "زه وایم ما پرېږدئ چې افغانستان ته پلاوی ولېږم، افغانستان زموږ همسایه دی، موږ یوه ژبه لرو، اوږده پوله لرو، پرېږدئ چې هغوی ته ووایم پاکستان کې څه روان دي، ځکه چې وینه زما بهیږي خو هغوی پرې هیڅ پروا نه‌لري."

هغه په خپله وینا کې د پاکستان پر پوځ د نوم اخیستو پرته سختې نيوکې وکړې او زیاته یې کړه: "زه ستا غلام نه‌‌یم، زه ازاد یم، نه څوک زما ازادي محدودولی شي او نه مې ژبه تړلی شي، که په غلطه یم خپلې اصلاح ته تیار یم خو نه چاپلوس یم او نه د چا چمچه یم."

علي امین زیاته کړه، دوه پاکستانه په یو ځای نه‌شي چلېدلی، دوه قانونونه او دوه نظامونه په یو ځای نه‌‌شي چلېدلی، موږ ته به په‌دې راپورته کېدل وي.

تر دې وړاندې د سپتمبر په اتمه هم اسلام‌اباد کې د تحریک انصاف جلسې ته خپله وینا کې د خیبر پښتونخوا ايالت اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په پوځ کلکې نیوکې کړې وې، چې له هغې وروسته د خيبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر سیف ویلي و، علي امین له تېرو اووه ساعتو راهيسې بې درکه دی او تماس ورسره نه نیول کېږي.

په پاکستاني رسنیو کې اوازې خپرې شوې وې چې علي امین ګنډاپور د پوځ له‌خوا نيول شوی، خو د نوموړي ورور په یو بیان کې ویلي وو، علي امین ګنډاپور په یو اوږد میټنګ کې له برخې اخيستو وروسته بېرته پېښور ته رسېدلی دی.