کرکټ؛ افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې لوبډله اعلان کړه

د سویلي افریقا پر وړاندې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړ

د افغانستان کرکټ بورډ د سویلي افریقا پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ته لوبډله اعلان کړه.

د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۲مه نېټه کرکټ بورډ په یوه خبر پاڼه کې لیکلي، دا ځل یې لوبډلې ته د پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ نوي ځلېدونکي لوبغاړي هم غوره کړې دي.

په اعلان شوې لوبډله کې حشمت‌الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن‌الله ګربز او اکرام علي‌خېل ویکټ ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، بلال سمیع، فضل‌الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.

ټاکل شوې چې دغه لوبلړۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.

کرکټ بورډ ویلي، ابراهیم ځدراڼ او مجیب الرحمن د ټپونو له امله په دې لوبلړۍ کې لوبېدو ته چمتو نه و.

دا په داسې حال کې ده چې له نیوزیلنډ سره د یوازېنۍ ټېسټ لوبې ۴مه ورځ هم بې پایلې اعلان شوه.