شمالي کوریا نن پنجشنبه د لنډ واټن ویشتونکي څو بالستیک توغندي د سمندر خواته توغولي دي.
دا اقدام څو ورځې وروسته تر هغه کېږي چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون وویل، له خپلو مخالفانو سره د جګړې په خاطر اټومي قوت په بشپړ ډول چمتو کوي.
اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د جنوبي کوریا د پوځ په حواله ویلي چې دغه بالستیک توغندي د کوریا ټاپوزمې او جاپان ترمنځ په سمندر کې لګېدلي دي.
د جاپان صدر اعظم فومیو کشیدا خپلو چارواکو ته لارښوونه کړې چې په سمندر کې د بېړیو او الوتکو خوندیتوب یقیني کړي، خو سملاسي د توغندیو له کبله د کوم زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
دغه توغندي د شمالي کوریا له پلازمېنې توغول شوي او تر سمندر پورې یې ۳۵۰ کیلو متره واټن وهلی دی.