د اسټرالیا حکومت په افغانستان کې د خپلو یو شمېر پخوانیو افسرانو رتبې او مډالونه لغوه کړي

ارشیف: په افغانستان کې اسټرالیايي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د اسټرالیا حکومت پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د خپلو یو شمېر پخوانیو پوځي افسرانو پوځي رتبې او مډالونه لغوه کړي.

دغه پخواني افسران، چې یوه وړه ډله بلل شوې، تورن شوي چې په افغانستان کې یې تر قوماندې لاندې کسانو جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې او د یوشمېر اسټرالیایي رسنیو لیکلي چې د اسټرالیا د دفاع وزیر ریچارد مارلیس نن پنجشنبه خپل پارلمان ته د معلوماتو پر مهال دغه څرګندونې کړې دي.

نوموړي ویلي چې متاثره افسرانو ته یې چې له پنځلسو کسانو کم دي لیکونه لېږلي، خو د هغوی نومونه یې نه دي په ډاګه کړي.

په اسټرالیا کې یوې څېړنې، چې څلورو کلونو کې بشپړه شوې، ښودلې چې افغانستان کې د دوی ۲۵ پخوانیو او برحاله ځانګړو ځواکونو، د ادعا له مخې ۳۹ افغانان په ناقانونه توګه وژلي دي.

اسټرالیا د نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې افغانستان ته خپل شاوخوا ۱۵۰۰ سرتېري استولي وو چې تر ډېره په ارزګان ولایت کې مېشت وو.