د امریکا او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیران کییف ته تللي

د عکس ښي لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او چپ لور ته د هغه برتانوی سیال ډیویډ لامي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون د سپټمبر په ۱۱مه له خپل برتانوي سیال ډیویډ لامي سره له پولنډ څخه د ځمکې له لارې کییف ته ولاړ.

دوی په داسې وخت کې کییف ته سفر کړی چې اوکراین له لوېدیځ څخه غواړي چې د اوږده واټن توغندیو د ویشتلو بندیز ترې لرې کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د سې شنبې په ورځ ویلي وو چې د ده اداره دا لارې چارې لټوي چې دا بندیز لرې کړي، خو ولسمشر بایډن په دې برخه کې نور توضیحات نه دي ورکړي.