د بخښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې باید د ښځو غږ واورېدل شي

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې باید د ښځو غږ واورېدل شي.

نوموړې په کابل کې د ښځو پروني لاریون ته په اشارې سره په خپله ایکسپاڼه پخواني ټویټر کې لیکلي چې د دې ښځو جرئت له تصوره بهر دی.

په کابل کې پرون څه باندې لس تنه ښځې او نجونې راغونډې شوې وې او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل څو په افغانستان کې دې پر طالبانو فشار راولي چې د دوی بشري حقوق رعایت کړي.

د دغو معترضو ښځو دا لاریون "د افغانستان د ښځو تاریخ د بدلون غورځنګ" د غړیو له لارې د کابل په لوېدیځ کې ترسره شو.

د دې غورځنګ مشرې رقیې ساعي وویل، له دې وېرې چې د طالبانو له سخت چلند سره مخامخ نه شي، نیم ساعت وروسته یې خپل اعتراض پای ته ورساوه.