د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ درېیمه ورځ هم بې لوبې پای ته ورسېده

په هند کې د کرکټ د ګریټر نویډا لوبغالی

د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د یوازېنۍ ټېسټ لوبې درې ورځې د ورښت له امله بې لوبې پای ته ورسېدې.

افغان کرکټ ملي لوبډله به روانه میاشت له سویلي افریقا سره د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله هم روانه اوونۍ د فوټسال په نړیوال جام کې ګډون کوي.

د افغان کرکټ بورډ له لوري د الف او نولس کلنو ځوانانو د لوبډلو تمریناتي کمپونه لا هم جریان لري.

افغان کرکټ بورډ په پلان کې لري چې د فرسټ کلاس سیالۍ پیل کړي.

د اسیا په کچه د والیبال د کلبونو په سیالیو کې د افغانستان استازي کلپ کام ایر بل پړاو ته لار موندلې ده.

د خپرونې په دویمې نیمايي کې درته د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د یوازېنۍ ټېسټ لوبې په تخنیکي تېروتنو، د لوبغالي د انتخاب، د متبادلو لارو چارو او نورو اړوندو مسایلو د کرکټ لوبې له مبصر فرهاد فدايي سره مرکه شوې ده.

دا خپرونه بختیار ساحل چمتو کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د لوبو له میدانه