پر امریکا د تروریستي بریدونو ۲۳مه کلیزه نمانځل کېږي

ارشیف: د القاعده شبکې غړیو ۲۳ کاله مخکې په همدې ورځ د نیویارک دغه سواګریز مرکز په نښه کړی و.

نن پر امریکا د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یوولسمي تروریستي بریدونو ۲۳مه کلیزه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېږي.

په هغو مراسمو کې چې نن سهار په نیویارک کې د سوداګرۍ د نړېدلو دوو لوړپوړو ودانیو په ځای کې جوړشوي وو، د امریکا ولسمشر جوبایډن او مرستیالې یې کاملا هاریس او نورو چارواکو او مشرانو د هغې له ډلې، د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د جمهوريپالو کاندید پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ګډون کړی و.

د القاعده له‌خوا په دغه تروریستي برید کې نږدې درې زره کسان وژل شوي وو.

له دغه برید وروسته متحده‌ایالتونو د القاعده د هغه مهال د مشر اسامه بن لادن د وژلو او د دې شبکې د ځپلو لپاره د تروریزم پر وړاندې نړیواله جګړه پیل کړې چې افغانستان یې په اصلي محور کې و.

ټرمپ او په انتخاباتو کې د هغه مرستیال کاندید جمز وینس سهارشاوخوا اته بجې په نیویارک کې د مراسمو ځای ته رسېدلي وو او جوبایډن او کاملا هاریس هم نیم ساعته وروسته هلته ورسېدل.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، بایډن او ټرمپ یوبل ته لاس ورکړ او د نیویارک پخواني ښاروال مایکل بلومبرګ هم دې ته زمینه برابره کړه چې هاریس او ټرمپ هم یوبل ته لاس سره ورکړي.

دوی دواړو بېګا د لومړي ځل لپاره په تلوېزیوني مناظره کې ګډون وکړ او پر یوبل یې سختې نیوکې وکړې.

امریکایي چارواکي وایي چې له دغه تروریستي برید وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې یې د القاعده شبکې د مشرانو، اسامه بن لادن او ایمن الظواهري په ګډون د دې شبکې مهم غړي وژلي او هغه نوره د دې وړتیا نه لري چې پر امریکا هغه مهال ته ورته بل برید ترسره کړي، خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې وویل، القاعده شبکې په افغانستان د روزنې اته مرکزونه جوړ کړي او د دې شبکې جګپوړي چارواکي لا هم په‌ دې هېواد کې حضور لري.