کامالا هريس پر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د دوحې د موافقې له امله نيوکې کړي

د امریکا د ولسمشر مرستیاله او د ولسمشرۍ کاندیده کامالا هریس

د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ولسمشرۍ لپاره کاندیدې کامالا هریس د جمهوریپالو پر کاندید پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د دوحې د موافقې له کبله انتقاد وکړ او هغه یې یوه تر ټولو کمزورې موافقه وبلله.

مېرمن هریس بېګا له ټرمپ سره په لومړنۍ ټلوېزیوني مناظره کې برخه واخیسته او دواړو د یو بل پر پالیسیو سختې نیوکې وکړې.

مېرمن هریس وویل، د ټرمپ ادارې هغه مهال د دې په خبره له یوې تروریستي ډلې، طالبانو سره مستقیمې خبرې پیل کړې چې په پایله کې یې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شوه.

د طالبانو او متحده‌ایالتونو ترمنځ موافقه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شوه.

مېرمن هریس همدارنګه پر ټرمپ له‌دې کبله هم سخت انتقاد وکړ، چې د طالبانو مشران یې کمپ ډیویډ ته وربللي چې د هغې په خبره هغه په‌دې کار سره د امریکا د ډیپلوماسۍ اهمیت ته درناوی ونه‌کړ.

خو ټرمپ د هریس انتقادونه رد کړل او د بایډن د ادارې له‌خوا له افغانستان څخه په ګډ وډۍ کې د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر یې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې شېبه یاده کړه.

په‌دې مناظره کې چې د اې بي سي شبکې له‌خوا په مستقیم ډول خپره شوه، دواړو کاندیدانو پر افغانستان سربېره د بهرنۍ پالیسۍ او روغتیايي تدابیرو پورې د بېلابېلو مسایلو په اړه د چلوونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

په همدې حال کې د هریس کمپاین اعلان کړی، چې دا له ټرمپ سره په را روانه اکتوبر میاشت کې یوه بله مناظره هم غواړي.

د ټرمپ کمپاین تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.