وروسته له هغې چې د اسراییل پوځ ومنله چې په لوېدیځه غاړه کې د پوځیانو په ډزو کې ښایي یوه امریکایۍ فعاله وژل شوې وي، امریکایي جګپوړو چارواکو پرون سهشنبې له اسراییل وغوښتل چې په لوېدیځه غاړه کې پر خپلو عملیاتو کې بدلون راوړي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل، ده ګومان کاوه چې د آیسینورایزګي ایګي وژل یوه پېښه وه، خو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د دفاع وزیر لویډ اسټن هغه بې دلیله او د نه توجیه وړ پېښه یاده کړه.
خو بایډن خبریالانو ته وویل، داسې ښکاري چې دغه وژنه تصادفي وه او زیاته یې کړه، چې هغه د پېښې په ځای کې یو دم پیدا شوه او په نښه شوه، خو نوموړي پهدې اړه نور جزیات ورنهکړل.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور لهمخې بلېنکن له لندن څخه د کتنې پر مهال خبریالانو ته وویل، د دې پېښې په اړه د څېړنې او عیني شاهدانو څرګندونو دا واضح کړې چې هغه بې دلیله او په غیر موجه توګه وژل شوې او زیاته یې کړه چې هیڅوک باید په اعتراض کې د ګډون په خاطر ونه وژل شي.
۲۶ کلنه ایګي چې د ترکیې تابعیت يې هم درلود، د تېرې اوونۍ په پای کې په لوېدیځه غاړه کې یهودي مېشت ځایونو په وړاندې چې د نړیوال قانون لهمخې غیرقانوني دي، په یوه لاریون کې د اسراییلي ځواکونو په ډزو ووژل شوه.