عراق کې د بغداد هوايي ډګر ته نژدې چاودنه شوې

عراق کې د بغداد هوايي ډګر

د عراق امنیتي چارواکي وايي، تېر ماښام د بغداد هوايي ډګر ته نژدې هغه سیمه په یوه چاودنه کې په نښه شوې ده، چې د امریکايي ځواکونو پوځي اډه په‌کې ده.

دا پېښه عراق ته د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د سفر په درشل کې شوې ده.

د عراق د امنیتي ځواکونو رسنیز دفتر په یوه بیان کې ویلي دي، دا چاودنه د شپې په شاوخوا ۱۱ بجو د هوايي ډګر په هغه ساحه کې واورېدل شوه، چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف سلاکاران کار ترې اخلي.

بیان زیاتوي چې عراقي امنیتي ځواکونو ونه‌شو کړای د دې چاودنې څرنګوالی معلوم کړي او هيڅ یوې ډلې يې هم مسوولیت نه‌دی منلی.

د دې چاودنې د تلفاتو په اړه سمدستي معلومات نه‌شته او امریکايي چارواکو هم تبصره پرې نه‌ده کړې.

په عراق کې د ایران پلوي وسله‌والو له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې بیا بیا د امریکايي ځواکونو پر اډو حملې کړې دي.