ډونالډ ټرمپ او کامالا هريس په يوه ټلوېزيوني مناظره کې برخه واخيسته

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کامالاهریس او مخکېني ولسمشر ډونالډټرمپ

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدانو د ولسمشر مرستیالې کامالاهریس او مخکېني ولسمشر ډونالډټرمپ په یوه ټلوېزیوني مناظره کې برخه واخیسته او د یو بل پر پالیسیو یې سختې نیوکې وکړې.

په‌دې مناظره کې چې د اې‌بي‌سي شبکې له‌خوا په مستقیم ډول خپره شوه، له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال له ګډ وډۍ نیولې تر غیرقانوني کډوالو، بهرنۍ پالیسۍ او روغتیايي تدابیرو پورې د بېلابېلو مسایلو په اړه د چلوونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د ګډ وډۍ په مسئله کې دواړو کاندیدانو یو بل د طالبانو له واکمنولو سره په مرسته تورن کړل.

۵۹ کلنه هریس چې مدافع وکیله پاتې شوې، بیا بیا پر جمهوریپال کاندید نیوکې کولې او ۷۸ کلن ټرمپ که څه هم په پخوانیو ویناوو کې د هریس پر جنسیت او پوستکي شخصي حملې کړې وې، په‌دې مناظره کې هغه انتقادونه ونه‌کړل.

په همدې حال کې د هریس کمپاین اعلان کړی چې دا له ټرمپ سره په راروانه اکتوبر میاشت کې یوه بله مناظره هم غواړي.

د ټرمپ کمپاین تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.