جوبايډن: هڅه کوو د اوکراين له لوري د اوږده واټن ويشتونکو وسلو پر کارولو بنديز ليرې کړو

ولسمشر جوبایډن

ولسمشر جوبایډن وايي، متحده‌‌ایالات هڅه کوي، د اوکراین له‌خوا د روسیې پر ضد په روانه جګړه کې د اوږده واټن ویشتونکو وسلو پر کارولو بندیز پای ته ورسوي.

ښاغلي بایډن پرون د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا متحده‌ایالات به دا بدلون ومني که نه، په ځواب کې وویل چې د ده حکومت دا هڅې پیل کړې دي.

متحده‌ایالات له‌دې مخکې په‌دې برخه کې چې اوکراین ته په روسیه کې دننه په امریکايي وسلو د حملو اجازه ورکړي که نه، زړه نازړه و، ځکه دا اندېښنې وې چې جګړه به لا پراخه شي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي تېره اوونۍ له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې دا بندیز پای ته ورسوي.

هغه په جرمني کې په یوه غونډه کې د لوېدیځو هېوادو دفاعي چارواکو ته وویل، دوی باید د روسي ځواکونو پر ضد په مبارزه کې د اوکراین وړتیاوې محدودې نه‌کړي.

په غونډه کې د امریکا دفاع وزیر لویډاوسټین وویل، د دې بندیز لیرې کېدل به د جګړې لوری بدل نه‌کړي.