کانګرس د کابل هوايي ډګر مخې ته د وژل شويو ۱۳ امريکايي سرتېرو په نوم لوړ مډال ورکړ

د کابل هوايي ډګر مخې ته راټول شوي امريکايي پوځيان

د امریکا د استازیو جرګې مشر مایک جانسن پرون سه‌شنبې هغو دیارلسو امریکایي سرتېرو ته د کانګرس تر ټولو لوړ مډال ورکړ، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې په وروستو کې د کابل له هوایي ډګر څخه د خلکو د ایستلو د بهیر په مهال په یوه ځانوژونکي برید کې ووژل شول.

دواړو ډیموکراټانو او جمهوریپالو د هغه قانون ملاتړ کړی و، چې له وژل کېدو وروسته د دغو ۱۳ امریکایي سرتېرو د قربانیو درناوی کوي.

په‌دې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د دواړو ګوندونو مشرانو او غړیو ویناوې وکړې.

مایک جانسن له مراسمو څو دقیقې مخکې په یوه خبري غونډه کې وویل، دغو پوځیانو له افغانستان څخه د اوسنۍ ادارې د وتلو په ګډوډۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د سنا جرګې مشر چک شومیر وویل، قانون جوړونکي د دې لپاره راټول شوي چې دا مسئله یقیني کړي چې زموږ د ټولو پوځیانو قربانۍ بې‌ځایه نه‌دي.

د اګست په ٢۶مه د کابل هوايي ډګر یوې دروازې ته څېرمه ځانمرګی برید کې چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې اخیستی و، د دغو امريکايانو ترڅنګ شاوخوا ۱۷۰ افغانانان چې زیاتره یې ملکي کسان و، ووژل شول.