د منځنۍ اسيا له امريکايي پوهنتون لسګونه افغان نجونې فارغې شوې

افغان-امريکايي پوهنتون چې افغانستان کې فعال و، لسګونه نجونو زده‌کړې په‌کې کولې.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د منځنۍ اسیا له امریکایي پوهنتون څخه په لسګونو نجونو د فارغېدو خبر ورکوي.

دې سفارت چې له دوحې څخه فعالیت کوي، پرون سه‌شنبې په خپله ایکس‌پاڼه کې په یوه بیان کې لیکلي چې، د منځنۍ اسیا امریکایي پوهنتون په ویاړ سره سږکال ۳۲ افغان نجونو او او۷ هلکانو ته د فراغت سندونه ورکړل.

د سفارت په خبره دغو محصلانو ته د متحده‌ایالتونو حکومت تحصیلي بورسیې برابرې کړې وې.

د امریکا سفارت په‌دې اړه چې دغه محصلان په کومو څانګو کې روزل شوي، جزیات نه‌دي ورکړي، خو یوازې دومره یې ویلي چې دغه فارغین د افغانستان د روښانه راتلونکې نښې او ټولو افغانانو ته د هیلو څرګندونه کوي.

وروسته له هغې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په کابل کې امریکایي پوهنتون خپلې چارې ودرولې، د دې پوهنتون ډېرو محصلانو ته له افغانستان څخه بهر په نورو هېوادونو کې په امریکایي پوهنتونو کې د تحصیل د دوام زمینه برابره شوې ده.

په عین حال کې د امریکا د سفارت مرستیال ډن براون پرون سه‌شنبې په ټوله نړۍ کې د ښوونځیو د تعلیمي کال د پیلېدو په مناسبت په یوه بیان کې وویل، متحده‌ایالات به هيڅکله د افغان نجونو او هلکانو لپاره د انډول تعلیم د برابرولو له غوښتنې لاس وانه‌خلي.