د ټاپي پروژې کار نن چهارشنبه رسماً په افغانستان کې پيليږي

ارشيف

د ټاپي پروژې کار نن چهارشنبې رسماً په افغانستان کې پیلیږي او په‌دې مناسبت په هرات ولایت کې عمومي رخصتي اعلان شوې.

د ګازو د دغې څه باندې ۱۸سوه کیلومتره اوږدې نل‌لیکې ۷۷۴ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې غځول کېږي.

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت پرون سه‌شنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل، دغه لویه اقتصادي پروژه د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او ترکمنستان د لوړ پوړو چارواکو له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په هرات کې پرانستل کېږي او په‌دې مناسبت په هرات ولایت کې عمومي رخصتي ده.

د ګازو دغه نل‌لیکه له ترکمنستان څخه پیل او د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته غځول کېږي.

د ترکمنستان چارواکو په خپله خاوره کې د ټاپي نل‌لیکې د فزیکي کارونو د بشپړېدو خبر ورکړی او په افغانستان کې یې د لومړي ځل لپاره کارونه په هرات ولایت کې پیلیږي.

د ګازو دغه ستره نل‌لیکه چې د ترکمنستان ګاز به تر هند پورې لېږدوي، په افغانستان کې په زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او هم به دا هېواد د ترانزیت له پلوه په کال کې شاوخوا ۵۰۰ ميلیون ډالر عواید ترلاسه کوي.

د ټاپي پروژې عملي چارې څو لسیزې په افغانستان کې درېدلې، چې ناامني یې یو عمده خنډ بلل کېده.