پاکستان کې د تحريک انصاف ګوند پنځه غړي د تروريزم ضد محکمې ته حاضر شول

ارشيف

د پاکستان په پارلمان کې د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ۵ غړي نن (د وږي ۲۰مه) د تروریزم ضد محکمې ته حاضر شول.

د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له‌مخې د پارلمان غړی شعیب شاهین د پولیسو له شکایت وروسته پر چارواکو د برید، وسله‌وال لاریون او غیرقانوني غونډې د تورونو په قضیه کې په محکمه کې را څرګند شو.

ویل کېږي چې څلور نور وکیلان هم نن محکمې ته وړاندې کړل شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د پاکستان په ملي شورا کې د تحریک انصاف ګوند غړو د یک‌شنبې په ورځ په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پراخ لاریون وکړ.

تحریک انصاف د تېرکال په اګست میاشت کې د عمران خان له زنداني کېدو وروسته له سختو ځپونکو اقداماتو سره مخامخ شوی دی.

عمران پر ده لګېدلي تورونه سیاسي بللي او رد کړي یې دي.

نوموړی وايي، سیالان یې غواړي چې دی د سیاست له ډګره لیرې وساتي.