ډن براون: امريکا به هيڅکله د افغان نجونو او هلکانو د انډول تعليم له غوښتنې لاس وانه‌خلي

د افغانستان په لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پرمخ تړل شوی دی.

داسې مهال چې په ټوله نړۍ کې د ښوونځیو تعلیمي کال پیل شوی، د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت مرستیال وايي، متحده‌ایالات به هيڅکله د افغان نجونو او هلکانو لپاره د انډول تعلیم د برابرولو له غوښتنې لاس وانه‌خلي.

ډن براون په یوه بیان کې چې نن (د وږي ۲۰مه) خپور شو ویلي، د افغانستان په ښوونځیو کې له شپږم د لوړو ټولګیو د زده‌کوونکو نجونو ۱،۴ میلیون څوکۍ تشې دي.

که څه هم په افغانستان کې د سړو سیمو تعلیمي کال د وري یا حمل په دوهمه پیلېږي، خو ښاغلي براون له هغو کورنیو سره چې ماشومان یې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي، خواخوږي څرګنده کړې ده.

د امریکا د سفارت مرستیال همداراز افغان ماشومانو ته د امریکا د تعلیمي او تحصیلي بورسیو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، که له یوې خوا په افغانستان کې د تشو ټولګیو او تشو مېزونو او څوکیو سیوری خپور دی، له بلې خوا هغه ماشومان چې د امریکا بورسیې یې ترلاسه کړې دي کولای شي زده‌کړې وکړي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په لومړي سر کې له شپږم د لوړو ټولګیو د زده‌کوونکو نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه او وروسته یې په پوهنتونونو کې د نجونو تحصیل هم بند کړ چې دې اقداماتو یې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه او مخالفتونه وپارول.