ایران د ۲۰۲۵م کال د مارچ تر پایه د دوه میلیون افغان کډوالو د ایستلو خبر ورکړ

ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې هرات ته رسېدلي دي.

د ایران یو امنیتي‌ چارواکی په راروانو څه باندې شپږو میاشتو کې له دې هېواده د شاوخوا دوه میلیون افغان کډوالو د ایستلو لپاره د تدابیرو خبر ورکوي.

د ایران د امنیتي ځواکونو عمومي قوماندان احمد رضا رادان نن په یوه تلوېزیوني مرکه کې وویل، هغه دوه میلیون افغانان به چې په ایران کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري د ۲۰۲۵م کال د مارچ د میاشتې تر پایه وایستل شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني پرون په یوه مرکه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې افغانان بافرهنګه خلک دي، خو زیاته یې کړه چې ایران دومره ډېر کډوال نه شي منلای.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ له‌خوا دورکړل شویو ارقامو له مخې اوسمهال په ایران کې شاوخوا څلورنیم میلیون افغانان دېره دي چې ډېری یې قانوني اسناد نه لري، خو ایراني رسنۍ وايي چې اصلي ارقام تر دې ډېر لوړ دي.