اوکرایني چارواکي: روسیې پر کییف د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو پراخه حمله وکړې

پر اوکراین د روسیې د بې پیلوټه الوتکو له برید وروسته د سیمې یو انځور

اوکرایني چارواکو نن وویل چې روسیې نن پر پلازمېنه کییف د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو پراخه حمله وکړه او د دې هېواد د شمال ختیځ او نورو سیمو مهم تاسیسات یې په نښه کړل.

په عین حال کې روسي چارواکو ویلي چې تېره شپه د اوکراین له‌خوا د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې مسکو ته نژدې یوه مېرمن وژل شوې او د مسکو په درېیو هوايي ډګرونو کې الوتنې وځنډېدې.

د مسکو د یوې اړوندې سیمې مسوول اندرې اوروبویوف وویل، د اوکراین بې پیلوټه الوتکه پر یوه څوپوړیزه ودانۍ ولګېده.

نوموړي زیاته کړه چې له پېښې وروسته د سیمې ګڼ اوسېدونکي امن ځایونو ته ولېږدول شول.