د خوست اوسېدونکي: د طالب او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ نښتې لا هم روانې دي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ پر کرښه پاکستانی سرتېری

له خوست ولایت څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې لا هم روانې دي.

د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه یې د خورو ورو ډزو غږونه اورېدلي او تراوسه هم د دواړو لورو ترمنځ اوربند نه دی ټینګ شوی.

د راپورونو له مخې دا نښتې پرون په سیمه‌ییز وخت د ماسپښین په یوه بجه پیل شوې ده.

د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د ځاځي میدان په پلوڅې سیمه کې له پاکستاني سرحدي ځواکونو سره نښتې پرون مازدیګر پای ته ورسېدلې.