غزه کې د بې‌ځایه شویو پر کمپ د اسراییلو برید؛ لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي

په غزه کې د بې ځایه شویو پر کمپ له برید وروسته د سیمې یو انځور

د اسراییلو په هوايي برید کې د فلسطیني خیمو پر یوه کمپ چې د غزې د جګړې بې‌ځایه شوي خلک په کې اوسېدل، لږترلږه ۴۰ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

د فلسطیني چاروتکو په خبره، دا پېښه نن سهار وختي د سپټمبر په لسمه وشوه.

اسراییل وايي، د حماس ډلې یو مهم مرکز یې په نښه کړی دی.

حماس چې د امريکا او اروپايي ټولنې له‌خوا يو تروريستي سازمان بلل کېږي، دغه ادعا ردوي.

د حماس تر کنټرول لاندې ملکي دفاع ډله وايي، د مواسي په سیمه کې چې د بشردوستانه زون په نوم یادېږي، د ۴۰ تنو جسدونه موندلي او د نورو د موندلو هڅې روانې دي.

اسراییل وايي، د حماس د یوې ډلې د قوماندې او کنټرول په مرکز یې برید کړی دی.

اسراییل ادعا کوي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره یې وسلې، دقیق هوايي څارنې او نورې وسیلې کارولي دي.