له افغانستانه د وتلو پر مهال د وژل شویو ۱۳ امریکايي پوځیانو د درناوي لپاره غونډه جوړېږي

د امریکا د استازیو جرګې رییس مایک جانسن

د امریکا د استازیو جرګې رییس مایک جانسن به له افغانستانه د وتلو پر مهال د وژل شویو ۱۳ امریکايي پوځیانو د درناوي لپاره یوه غونډه جوړه کړي.

هغه به نننۍ غونډه کې دغو قربانیانو ته د کانګرس تر ټولو لوړ مډال ډالۍ کړي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بې نظمه او ګډوډه وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې په یوه ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او ۱۷۰ افغانان ووژل شول.

دواړو دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو د ۱۳ امریکایی قربانیانو د یادولو لپاره د پریکړه لیک ملاتړ وکړ، کوم چې ولسمشر بایډن د هغه کال په ډسمبر کې لاسلیک کړ.

دغه غونډه به د جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات مشرانو په ګډون به د کانګرس په ودانۍ کې جوړه شي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې له کابل څخه د امريکايي ځواکونو د ګډوډه وتلو په اړه بحثونه اوج ته رسېدلي او د امريکا په انتخاباتي کمپاين کې د يوې وسيلې په توګه کارول کېږي.

جانسن دا غونډه په داسې وخت کې وبلله چې ټاکل شوې څو ساعته وروسته د ډیموکرات ګوند کاندیده کاملا هاریس او جمهوري غوښتونکی ډونالډ ټرمپ لومړۍ مناظره وکړي.