بريتانيا د کارکوونکو د بې‌اعتباره بللو وروسته د افغانستان سفارت د تړلو پرېکړه کړې

په لندن کې د افغانستان سفارت

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په لندن کې د افغانستان د سفارت د بندولو پرېکړه یې وروسته له دې وکړه چې طالبانو د دغه سفارت کارکوونکي بې اعتباره وبلل.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر پرون دوشنبې ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سفارت له بندولو سره سره دوی له خپلو شریکانو سره یوځای د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي او ډېرو محتاجو خلکو ته بشري مرستې برابروي.

وروسته له دې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان څوارلس ډیپلوماتیک ماموریتونه له کابل سره د تعامل نه کولو په خاطر بې اعتباره اعلان کړل، بریتانیا په لندن کې د افغانستان د سفارت ډیپلوماتانو ته ۹۰ ورځې مهلت ورکړ چې سفارت بند کړي او په خپله یا د پناه غوښتنه وکړي او یا له دې هېواده ووځي.