د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د ټېسټ لوبې لومړۍ ورځ د باران ورېدو له کبله پیل نه شوه

د هندوستان د ګریټر نویډا لوبغالی

د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ لومړنۍ ټېسټ لوبه، پرون د باران د اورېدو له کبله پیل نه شوه او اوس ټاکل شوې ده چې دا سیالي د پنځو ورځو په ځای په څلورو ورځو کې وشي.

نن سې شنبه به د باران د نه اورېدو په صورت کې سیالي د سهار په ۹ بجې پیل او د شپې تر ۱۰ بجو دوام وکړي.

د هوا پېژندنې اټکل ښيي چې نن ټوله ورځ د باران احتمال شته، خو شدید به نه وي.

له دې کبله تمه شته چې په لندبله هوا کې څه ناڅه لوبه وشي.

د چهارشنبې په ورځ د باران اټکل نه دی شوی.

په پاتې ۴ ورځو کې به هره لوبډله ۹۸ اورونه لري.

په پام کې ده چې نن سهار ۹ بجې پچه واچول شي.

دا ټېسټ سیالي د افغانستان په کوربه‌توب د هند په ګرېټر نویډا لوبغالي کې کېږي.