قُمي: له افغانستان او پاکستان سره د سرحدي دېوال د جوړولو چارې مخکې لا پیل شوي

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او په کابل کې سفیر کاظمي قُمي

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او په کابل کې سفیر کاظمي قُمي وايي، له افغانستان او پاکستان سره د سرحدي دېوال د جوړولو چارې مخکې لا پیل شوي دي.

قُمي پرون دوشنبې له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا د دې اقدام غوښتنه کړې ده.

ده یادونه وکړه چې ایران د سرحد د امنیت په برخه کې د افغانستان د طالبانو له سرپرست حکومت سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

د افغانستان لپاره د ایران استازي زیاته کړه، دواړه لوري له تروریزم سره د مبارزې، د نشه یی توکو د قاچاق د مخنیوي او د متقابلو ګټو په مسئلو کې همکاري کوي.