طالبان: یونسکو دې د غور د جام څلي د نړېدو مخه ونیسي

په غور کې د جام څلی یا منار جام

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو له یونسکو څخه وغوښتل چې د غور ولایت جام منار یا جام څلی له نړېدو وژغوري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال وزیر عتیق‌الله عزیزي د غور ولایت په شهرک ولسوالي کې د جام څلي د لیدو پر مهال وویل چې وروستیو سېلابونو دا منار سخت زیانمن کړی او که نور سېلابونه راشي یا کومه بله طبیعي پېښه وشي، ښايي یومخ ونړېږي.

عزیزي دا هم وویل چې د جام څلي ساتنه د یونسکو مسوولیت دی او د ملګرو ملتونو له دې علمي، کلتوري او تعلیمي ادارې غواړي چې د دې څلي د نړېدو مخه ونیسي.

د غور د جام څلی په ۲۰۲۲م کال کې د یونسکو له خوا د نړۍ د فرهنګي میراثونو په فهرست کې ثبت شو.

دا څلی ۶۵ متره لوړ دی او د هند په ډیلي کې له قطب منار څخه وروسته په نړۍ کې د خښتو دوهم لوړ څلی دی.

د جام څلی د سلطان غیاث‌الدین غوري د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی دی.