د جرمني پولیس وايي، د دغه هېواد په لوېدیځ کې پر یوه ایراني نارینه د څو تنو نورو ایرانیانو ډلهییز جنسي تېری احتمالاً په سیاسي انګېزه شوی دی.
د جرمني د هاګن پولیسو پرون دوشنبې وویل چې په دې تړاو یې څلور تنه مشکوک کسان نیولي او دوه تنه لا هم تر تعقیب لاندې دي.
له بلې خوا شپېګل خپرونې راپور ورکړ چې نیول شوي کسان د ایران د اسلامي جمهوریت پلویان دي.
پولیسو په دې اړه په زغرده څه نه دي ویلي، خو یادونه یې کړې چې څلور تنه نیول شوي او له دې کبله چې ممکن دا جرم په سیاسي انګېزه شوی وي، دوسیه د جرمني استخباراتي ادارې ته سپارل شوې ده.