ولکر ترک: افغانستان کې ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند مخه بايد ونيول شي

طالب عسکر د ښځو د يو لاريون پر مهال ډزې کوي، ارشيف

د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۷مه غونډه کې (د سپتمبر په ۹مه نېټه) له نړۍ وغوښتل چې په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند او په اوکراین کې د جګړې د دوام مخه ونیسي.

هغه وویل، د طالبانو حکومت چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له وتلو وروسته د افغانستان مشري په غاړه اخیستې ده، طالبانو د ښځو پر وړاندې کرکه لرونکي قوانین او سیاستونه په خورا سخت شکل پلي کړي چې له‌مخې یې ښځې له عامه ژوند څخه بې‌برخې دي.

تمه ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنیټ هم نن خپل راپور وړاندې کړي.

د دې راپور په یوه نسخه کې چې مخکې خپره شوې، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خورا حساس او ستونزمن بلل شوی او طالبان په ښځو او نجونو د لا زیاتو بندیزونو په لګولو تورن شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۷مه غونډه نن دوشنبه د سپټمبر په ۹مه په جینوا کې پیل شوه او د اکتوبر تر ۱۱مې به دوام وکړي.