طالب چارواکي: ځاځي ميدان کې له پاکستاني پوله‌ساتو سره جګړه پای ته رسېدلې

د خوست نقشه

په خوست کې طالب چارواکو ویلي، په ځاځي میدان کې له پاکستاني پوله ساتو سره جګړه تر دوو ورځو وروسته پای ته رسېدلې.

د والي ویاند مستغفر ګربز دا خبره ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل چې نن تلفات نه‌دي اوښتي، خو له سیمې یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، چې په جګړه کې یو طالب عسکر وژل شوی.

سرچینې ادعا کړې چې ۱۳ پاکستاني سرتیري هم د هاوان مرمۍ په لګېدو سره ژوبل دي.

جګړه دوه ورځې مخکې وروسته له هغه پیل شوه، چې په دوو سیمو کې طالب ځواکونو پوستې جوړولې خو پاکستاني ملېشه‌و یې مخه نیوله.

د ازادي راډیو مشال څانګې د یوه قومي مخور په حواله راپور ورکړی، چې یو پاکستانی عسکر وژل شوی.

د سیمې خلکو ازادي راډیو ته ویلي وو، چې د پاکستان په راکټي بریدونو کې لږ تر لږه اته ولسي وګړي ژوبل شوي.

خلکو همداراز ویلي چې ځینې کسان د جګړې له ویرې له خپلو کورونو وتلي دي.