انديشه: د بشري حقونو د شورا ۵۷مه غونډه کې افغانستان د بحث يوه مهمه موضوع ده

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد اندیشه

د ملګروملتونو په جنوا دفتر کې د افغانستان دایمي استازی نصیراحمد اندیشه وايي، افغانستان د بشري حقونو د شورا د ۵۷دورې د بحثونو یوه عمده موضوع ده.

هغه دا خبره نن په یوه پیغام کې د دې شورا تر پیل مخکې کړې ده.

نوموړي ويلي: "نن د سپټمبر نهمه ۲۰۲۴ کال د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۷ناستې پیل دی، چې د اکتوبر تر ۱۱مې دوام کوي. په‌دې لړ کې افغانستان یو کلیدي او عمده موضوع ده، غونډه به د ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر وولکر ترک په راپور باندې پيل شي، په‌دې راپور کې د بشري حقونو د نقض په اړه د حساب ورکونې لارې چارې تر بحث لاندې نیول کېږي."

ښاغلی اندیشه وايي، د افغانستان په استازیتوب به په نننۍ غونډه کې دوه کسان حضور ولري.

تمه ده نن د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنيټ هم خپل رپوټ وړاندې کړي.

د دغه راپور په لومړنۍ بڼه کې چې وار دمخه خپور شوی، د افغانستان د بشري حقونو وضعیت خورا ترینګلی او حساس بلل شوی او طالبان تورن شوي، چې ورځ تر بلې د ښځو او نجونو په وړاندې محدودیتونه زیاتوي.