د افغانستان او نيوزيلنډ ټېسټ سيالي د لوبغالي د لوندوالي له امله ځنډېدلې ده

د افغانستان او نيوزيلنډ ټېسټ کرکټ سيالي.

د افغانستان او نیوزیلند د کرکټ ملي ټیمونو ټیسټ لوبه د لوبغالي د لوندوالي له کبله لږه ځنډېدلې ده.

که څه هم د ګریټر نویدا پر لوبغالي او شاوخوا سیمو یې دا مهال لمر دی، خو د شپې ناوخته باران له کبله دغه ډګر لا لوبې ته چمتو شوی نه‌دی.

دغه پنځه ورځنۍ لوبه ټاکل شوې وه نن د کابل په وخت نهه بجې شاوخوا پيل شي.

د افغانستان د ټیم مشري حشمت‌الله شهیدي کوي، چې له څو ورځو راهیسې یې له ټیم سره یوځای په ګریټر نویدا کې د نیوزیلند په وړاندې لوبې ته چمتووالی نیولی دی.

شهیدي تر لوبې مخکې خبرو کې ویلي، که څه هم په ټيم کې باتجربه لوبغاړی راشد خان او ځینې نور نه‌شته، خو ډاډه دی چې نورو لوبغاړو هم په خپل هېواد کې فرست کلاس یا د لومړۍ درجې اوږدې لوبې کړي او کولای شي ښه ثابت شي.

بل لور ته ابراهیم ځدران د نیوزیلنډ په وړاندې له دغو لوبو او دغه راز د سویلي افریقا پر وړاندې له سیالیو بهر شوی دی.

کرکټ بورد لیکلي، په هند کې د تمرینونو پر مهال د هغه چپ ښنګری اوښتی او ډاکټرانو ورته د ارام سپارښتنه کړې.